پوهنې وزیر د غلام حیدر خان په عالي لیسه کې د آزموینو له دوام څخه لیدنه وکړه

media-moe
Mon, Jul 29 2019 10:19 AM
 پوهنې وزیر د غلام حیدر خان په عالي لیسه کې د آزموینو له دوام څخه لیدنه وکړه

پوهنې وزارت- کابل: پوهنې وزیر ډاکتر محمدمیرویس بلخي د کال مینځني (څلورنیم میاشتنیو) آزموینو څخه چې په ساړه موسم لرونکو ولایتونو کې پیل شوي دي، د کابل ښار غلام حیدر خان په عالې لیسه کې د آزموینو له دوام څخه لیدنه وکړه. 
د دې لیدنې په دوام کې د پوهنې وزیر له نژدې د دې آزموینو د اخیستلو له تګلاري څخه لیدنه وکړه.
ډاکتر بلخي له نژدې څخه د یو شمیر زده کوونکو سره خبري وکړي او د زده کړو او ښوونځي خپلې تجربې يې له زده کوونکو سره شریکې، او د افغانستان په روښانه راتلونکي کې يې د هغوي په مهم رول خبرې وکړي.
پوهنې وزیر همدارنګه د یادې لیسې له مختلفو څانګو څخه کتنه وکړه.
د یادونې وړ ده چي د غلام حیدر خان عالې لیسه د کابل ښار په ۱۱ تعلیمي حوزه کې موقعیت لري چې په یادې لیسې کې ۱۰۰۰۰ لس زره زده کوونکي له لمړي ټولګي څخه تر ۱۲ دولسم ټولګي پورې په زده کړو بوخت دي.

Latest news

Tue, Oct 06 2026 1:56 PM
Background image

Achievements of the Ministry of Education in the Construction and Rehabilitation of Educational Centers

New Buildings Constructed for 1,368 Schools and Madrasas, With 4,160 Others Renovated Over Five Years

Over the past five years, new buildings have been constructed for 1,368 schools. . .

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

BACK TO NEWS