د څلورنیم میاشتنیو آزموینو په اړه د پوهنې وزارت خبرتیا
د ښوونې او روزنې وزارت د خپلو مسؤلیتونو پر بنسټ د ښوونیز نصاب د بشپړ پلي کولو مسوولیت لري. له همدې امله په تیرو، اوسنیو او راتلونکو میاشتو کې د ښوونځيو ملي او تعطیلي رخصتي،د لوي اختر او د هیواد د خپلواکي جشن، د ښوونیز نصاب بشپړ پلي کولو کي ستونزي رامینځ ته کوي،
د پوهنې وزارت مشرتابه د ازموینې د نيټي په اړه جدي پریکړه وکړه چي د دي پرېکړې پر بنسټ د وخت ضایع کیدو مخنیوي لپاره د کال مینځني آزموینه (څلورم نیم میاشتني) د چنګاښ په 25 نیټه پیل کیږي.
پدي توګه خبر ورکول کیږي چي د ۱۳۹۸ کال مینځنۍ آزموینه په سړو سیمو ولایتونو کي د چنګاښ په ۲۵ پیل او د زمري په ۱۰ نیټه پاي ته رسیږي. د کال د دومي نیمايي درسونه د لوي اختر د رخصتیو نه وروسته تنظیم شوي دي چي ټول ښوونخي باید د دي پریکړي په بنسټ خپل اړین چمتووالي ولري.
