په پنجشېر کې له پوهنې سره د څه باندې دوه میلیونه افغانیو مرسته وشوه
د پنجشېر ولایت معارف دوستو خلکو له لوري د روان ښوونیز کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د دغه ولایت د ښوونې او روزنې له بهیر سره د ۲ میلیونه، ۹۵ زره او ۷۰ افغانیو په ارزښت مرسته شوې ده.
د یاد ولایت د پوهنې مسوولینو په وینا، یادې مرستې د ولایت په مرکز او د حصه اول، رخه، عنابه، آبشار، دره، پریان او شتل ولسوالیو کې ترسره شوې، چې د ښوونځیو د جوړولو، ترمیم او تجهیز په برخو کې په ګټور ډول لګول شوې دي.
