د دایکنډي ولایت ۱۲۱ تنو ښوونکو ته روزنیزه برنامه پیل شوه
د «اغېزمنې ښوونې او زدهکړې ترویج» تر سرلیک لاندې درې ورځنی روزنیز پروګرام د دایکنډي ولایت د میرامور او خدیر ولسوالیو د ښوونځیو ۱۲۱ تنو ښوونکو ته پیل شو.
په یاد روزنیز پروګرام کې به د ښوونکو د مسلکي وړتیا لوړونې، د اغېزمنو تدریسي میتودونو سره د هغوی د بلدتیا، د ښوونیزو مهارتونو د پیاوړتیا او زدهکوونکو ته د لا غوره زدهکړې د زمینې برابرولو په برخو تمرکز وشي.
