د ملک د سړو سیمو او ولایتونو د درجه وارو دیني مدارسو کلنیو ازموینو پیل په اړه د پوهنې وزارت خبرتیا
د پوهنې وزارت د لایحې له مخې؛ ټاکل شوې ده، چې د ملک د سړو سیمو او ولایتونو د درجه وارو دیني مدارسو کلنۍ ازموینې له لاندې مهالوېش سره سمې پیل شي:
۱- د ملک د سړو سیمو او ولایتونو د درجه وارو دیني مدارسو(نویو رسیمي شویو مدارسو) کلنۍ ازموینې به د لیندۍ/ قوس میاشتې په ۱۴مه نېټه پیل او د همدې میاشتې تر ۱۹مې نېټې پورې به دوام ولري؛ البته د یادو مدارسو د ثانویه او مافوق ثانویه مرحلو مشترکه ازموینه به د اسلامي زدهکړو معینیت له لوري په ټولو ولایتونو کې په یو وخت اخیستل کېږي، چې د نېټې په اړه به یې په راتلونکي کې معلومات شریک شي.
۲- د ملک د ګرمو سیمو او ولایتونو د درجه وارو دیني مدارسو کلنۍ ازموینې به د امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی له لوري د صادر شوي حکم مطابق اخیستل کېږي.
د ملک د پوهنې ریاستونه او د اسلامي زدهکړو آمریتونه دنده لري، چې د ازموینو لپاره مناسب چاپېریال او امکانات برابر او په ازموینه کې د اصولو او مقرراتو په رعایتولو سره بشپړ عدالت پلی کړي.
د پوهنې وزارت
د نشراتو او عامه اړیکو ریاست
