په لوګر کې یوې مدرسې ته اداري ودانۍ جوړېږي
د لوګر ولایت د محمدآغې ولسوالۍ آببازک کلي په حضرت عبدالله بن مسعود رضياللهعنه مدرسه کې د یوې اداري خونې او دهلېز جوړولو چارې پیل شوې دي.
د یادو برخو د جوړولو لګښت شاوخوا ۱۵۰ زره افغانۍ اټکل شوی، چې د سیمې د معارفدوستو او خیر غوښتونکو اوسېدونکو له لوري ورکول کېږي.
