په بغلان کې پوهنې ریاست ته د لمریزې برېښنا اسانتیا برابره شوه
پوهنې وزارت له لوري، د برېښنایي انرژۍ د تأمین او د اداري چارو او ورځنیو فعالیتونو لاښه پرمختګ په موخه، د بغلان ولایت پوهنې ریاست ته د لمریزې برېښنا اسانتیا برابره شوه.
دغه پروژه د پوهنې وزارت له بودیجې څخه د ۷۳۰ زره او ۸۵۰ افغانیو په ټولیز لګښت پلې شوې، چې د پوهنې مسوولینو په ګډون په یوه غونډه کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
