د پوهنې وزارت د ودانیو او املاکو د ساتنې او مراقبت رئیس په کندوز کې د یوه ښوونځي د نوې ودانۍ پروژه وارزوله

media-moe
Thu, Oct 08 2026 12:26 PM
ظزظطز

د پوهنې وزارت د ودانیو او املاکو د ساتنې او مراقبت رئیس مولوي محمداسحاق مقدس له خپل تخنیکي پلاوي سره کندوز ولایت ته سفر وکړ او هلته یې له پوهنې مسوولینو سره د ودانیزو او ترمیماتي پروژو د وضعیت او شته ستونزو په اړه ناسته وکړه.
ورپسې، پلاوي د یاد ولایت مرکز اړوند د حاجي ګلستان لومړني ښوونځي د ۲+۸ درسي ټولګیو د نوې ودانۍ له پروژې څخه لیدنه او څارنه وکړه.
 د لیدنې پر مهال د پروژې په ځینو برخو کې یو شمېر کوچنۍ نیمګړتیاوې ولیدل شوې چې د اصلاح په موخه یې تخنیکي مسوولینو ته لازمې سپارښتنې وشوې.
د یادې پروژې چارې د بشپړېدو په درشل کې دي او له بشپړېدو سره به یې زده‌کوونکو ته سالم  درسي چاپېریال برابر شي.

Latest news

Tue, Oct 06 2026 1:56 PM
Background image

Achievements of the Ministry of Education in the Construction and Rehabilitation of Educational Centers

New Buildings Constructed for 1,368 Schools and Madrasas, With 4,160 Others Renovated Over Five Years

Over the past five years, new buildings have been constructed for 1,368 schools. . .

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

BACK TO NEWS