د پوهنې وزارت د څارنې او ارزونې رئیس بغلان ولایت ته سفر وکړ

media-moe
Sun, Oct 04 2026 3:05 PM
ظزظزطظ

د پوهنې وزارت د څارنې او ارزونې د رئیس محترم مولوي غلام ربي رباني په مشرۍ پلاوي بغلان ولایت ته سفر وکړ او هلته یې د پوهنې له مسوولینو سره په یوه غونډه کې لیدنه او خبرې وکړې.
د غونډې په پیل کې، د بغلان ولایت پوهنې رئیس محترم مولوي سید حفیظ‌الله معتصم بالله پلاوي ته د ښه راغلاست ترڅنګ، د ښوونیزو او اداري فعالیتونو د عمومي وضعیت، د کاري پلانونو د تطبیق بهیر، د بېلابېلو څانګو د کړنو او په مرکز او اړوندو واحدونو کې د چارو پرمخ بېولو په اړه معلومات وړاندې کړل.
همدارنګه، د پوهنې وزارت پلاوي د بېلابېلو برخو د مسوولینو راپورونه او معلومات واورېدل او د مسوولیت‌پالنې، د ادارو ترمنځ د همغږۍ، د چارو د منظم تعقیب، د کاري پلانونو د دقیق تطبیق او د پوهنیزو فعالیتونو کیفیت او اغېزمنتیا ته د جدي پاملرنې پر اړتیا یې ټینګار وکړ.

Latest news

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

Tue, Aug 04 2026 9:00 AM
Background image

The Minister of Education Departed for Zabul Province on an Official Visit

Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education, departed for Zabul Province on an official visit. During his visit, he met with Honorable Alhaj Abdul Rahman Hamidi,. . .

BACK TO NEWS