د پوهنې وزارت د مقام دفتر لوی رئیس د بغلان پوهنې ریاست اداري او ښوونیزې چارې وارزولې
د افغانستان اسلامي ام/ارت د پوهنې وزارت د مقام دفتر د لوی رئیس محترم شیخ محمد طاووس طارق په مشرۍ پلاوي بغلان ولایت ته سفر وکړ او د اداري چارو د ترسره کولو او د کارکوونکو اړوندو موضوعاتو ارزونې په موخه یې د دغه ولایت له پوهنې مسوولینو سره لیدنه وکړه.
د بغلان ولایت پوهنې مسوولینو د پوهنې وزارت د مقام دفتر لوی رئیس او ورسره مل پلاوي له ورتګ څخه مننه وکړه او دا ډول سفرونه یې د همغږۍ د پیاوړتیا، اداري چارو د ښه والي او د پوهنیزو کړنو د لا ښه پرمخ وړلو لپاره اغېزمن وبلل.
