د ولایتونو له پوهنې ریاستونو د څو خبرونو لنډیز
سمنګان
د سمنګان ولایت مرکز اړوند ایبک لېسې سره د سیمې خلکو لخوا ۵۰ زره افغانۍ مرسته وشوه.
ننګرهار
د پوهنېدوستو کسانو لخوا د شینواري ولسوالۍ پوهنې آمریت لپاره د ۸۰ زره افغانیو په لګښت احاطوي دېوال جوړ شو.
همداراز، د کامې ولسوالۍ له درېیو ښوونځیو سره د سیمې خلکو ۱۰۱ زره او ۲۵۰ افغانۍ مرسته وکړه.
خوست
د خوست ولایت د غرغښت لېسې کمپیوټرخونه او ازمېښتون د ښوونکو او زدهکوونکو د والدینو په ۶۰ زره افغانیو مرسته ترمیم او سمبال شو.
