په زابل ولایت کې د ښوونیزو بنسټونو مدرسینو او ښوونکو ته روزنیزې برنامې پرانیستل شوې
د زابل ولایت شملزو ولسوالۍ د مدارسو او ښوونځیو۴۱ تنو مدرسینو او ښوونکو ته د مسلکي پراختیا په موخه یو ورځنۍ روزنیزې برنامې ترسره شوې.
په پورته ذکرشویو سیمینارونو کې د تدریس د بېلابېلو میتودونو کارول، د درسي بهیر د کیفیت لوړول او د ښوونیز نظام پیاوړتیا په اړه روزنه ورکول شامل دي.
همدارنګه له ګډونوالو وغوښتل شول چې د یادو برنامو له زدهکړو څخه په خپل کاري ډګر کې اغېزمنه ګټه واخلي.
