له بېرته راستنو شويو کډوالو ماشومانو څخه د تعلیمي سویې د تثبیت ازموینه واخیستل شوه
د کابل ښار پوهنې ریاست، د بېرته راستنو شويو ۳۳۰ تنو کډوالو ماشومانو د تعلیمي سویې د تثبیت په موخه ازموینه واخیسته.
د کابل ښار پوهنې رئیس مولوي حسیبالله صاحبزاده، په خپلو خبرو کې له زدهکوونکو وغوښتل چې د علم په زدهکړه کې هر اړخیزې هڅې ترسره او خپله علمي لاره لا پیاوړې کړي او له شته ښوونیزو فرصتونو څخه اغېزمنه ګټه واخلي.
