د پوهنې وزارت د تشکیلاتو رئیس بدخشان ولایت ته په رسمي سفر لاړ
د پوهنې وزارت د تشکیلاتو رئیس محترم مفتي عبدالحلیم حلیمي، چې د یو رسمي سفر په ترڅ کې بدخشان ولایت ته تللی، د یاد ولایت له پوهنې رئیس محترم الحاج مولوي نصرتالله فیضاني سره وکتل او خبرې یې ورسره وکړې.
د پلاوي په وینا؛ بدخشان ولایت ته یې د خپل سفر موخه د دیني مدارسو او ښوونځيو د تشکیل متوازن کول دي. چې د پوهنې وزارت تشکیل په دوو اساسي برخو کې څېړل کېږي.
لومړۍ برخه په اسلامي زدهکړو پورې اړه لري، چې په تخصصي او تخنیکي ډول، د مخکې له مخکې ټاکل شویو معیارونو او د کارپوهانو د څېړنو پر بنسټ تنظیمېږي.
دویمه برخه د عمومي زدهکړو برنامه دی، چې پکې د ټولګیو وېش، تنظیم، غیر دایمي بستونه او د زدهکوونکو د کلني محرومیت موضوعات په هر اړخیز ډول ارزول کېږي، ترڅو د پوهنې تشکیلاتي جوړښت له موجودو اړتیاوو سره برابر او همغږی شي.
