د هرات ولایت په گذره ولسوالۍ کې د ښوونکو لپاره مسلکي ورکشاپ ترسره شو
د هرات ولایت پوهنې ریاست له لوري د ښوونکو علمي او مسلکي کچې لوړولو په موخه، د وړتیا لوړولو شپږ ورځنی ورکشاپ، د ګذره ولسوالۍ ۲۲۴ تنو ښوونکو لپاره جوړ شو.
د پوهنې مسؤلینو د دغې علمي غونډې د جریان له کتنې وروسته د نویو تدریسي مهارتونو د اهمیت او اغېز په اړه خبرې وکړې او ویې ویل چې د پورته ذکر شوي پروګرام هدف د ښوونکو علمي کچې لوړول او د هغوی مسلکي مهارتونه پیاوړي کول دي، څو په ښوونځیو کې د ښوونې او روزنې کیفیت لا پسې ښه شي.
