د ولایتونو له پوهنې څو لنډ خبرونه
د پروان ولایت په جبلالسراج ولسوالۍ، د بادغیس ولایت اړوندو سیمو او د دایکنډي ولایت په شهرستان ولسوالۍ کې «د اغېزمنې زدهکړې او پوهنې ترویج» تر سرلیک لاندې درې ورځني ښوونیز ورکشاپونه د ۵۳۴ تنو ښوونکو، سرښوونکو او د ښوونځیو مدیرانو لپاره جوړ شول.
پکتیکا
د پکتیکا ولایت ارګون ولسوالۍ په پنځو ژمنیو ښوونیزو مرکزونو کې د ۵۳۵ تنو ښوونکو او زدهکوونکو لپاره، د یاد ولایت د پوهنې ریاست په همغږۍ، د یوه خصوصي علمي بنسټ له لوري یو ورځنی ښوونیز سیمینار ترسره شو.
په یاد سیمینار کې د علماوو شورا استازي د ځوانانو د ساتنې او ښو اخلاقو، د امر بالمعروف او نهی عن المنکر ادارې استازي د امیر د اطاعت او د سنتونو د پیروۍ په اړه وینا ترسره او د ارګون ولسوالۍ د پوهنې آمریت استازي د ا.ا. د لاسته راوړنو او د خپلواکۍ د ارزښت په اړه معلومات وړاندې کړل.
همدارنګه د یاد ولایت د سروبي ولسوالۍ یو تن علمپال شخصیت له یو ښوونیز مرکز سره د ۴۱ زره افغانیو په ارزښت قرطاسیې او سونتوکو مرسته وکړه.
