په کونړ ولایت کې د ۲۴ مېلیون افغانیو څخه په زیات لګښت د ۱۴ بابه ښوونځیو جوړولو پروژې بشپړې شوې
د پوهنې یوې ملاتړې ادارې په مرسته، په دې وروستیو کې د کونړ ولایت په ناړۍ او دانګام ولسوالیو کې د ۲۴ مېلیونه ۵۶ زره ۴۶۰ افغانیو په ټولیز لګښت، د ۱۴ بابه ښوونځیو جوړولو او بیارغونې پروژې بشپړې او عملي شوې دي.
په یادو پروژو کې د ښوونځیو احاطوي دېوالونو جوړول، د نویو درسي خونو رغول، د څښاک پاکو اوبو څاهګانې کیندل او نور اړین ملحقات شامل دي، چې په بشپړېدو سره یې د یادو ښوونځیو زدهکوونکو لپاره غوره شرایط او تعلیمي اسانتیاوې برابرې شوې دي.
