د کابل ولایت پوهنې ریاست له کړنو لنډیز
د کابل ولایت پوهنې ریاست له لوري، د دهسبز او سروبي ولسوالیو د ښوونځیو ۳۸ تنو آمرینو او اداري کارکوونکو لپاره شپږ ورځني ښوونیز سیمینارونه پیل شول.
د کابل ولایت د دهسبز ولسوالۍ په غازيآباد سیمه کې دغازي اباد لومړني ښوونځي د تأسیس لومړني پړاوونه د پوهنې ریاست مسئولینو له خوا پیل شول.
د کابل ولایت پوهنې ریاست اړوند څلور (۴) عرادې غیر فعال موټرونه د ۸۴۵ زره افغانیو په ټولیز لګښت وپلورل شول او تر لاسه شوې پیسې په رسمي ډول د اسلامي ا/مارت عوایدو ته وسپارل شوې.
