په نورستان ولایت کې د یو باب ښوونځي بنسټ ډبره کېښودل شوه
څه موده مخکې، د نورستان ولایت واما ولسوالۍ د پونچ کلي اوسېدونکو لخوا د پونچ منځني ښوونځي جوړولو لپاره د ۴ جریبه ځمکې مرسته شوې وه، چې اوس یې د بنسټ ډبره د پوهنې چارواکو او ځایی خلکو د استازو په حضور کې کېښودل شوه.
د انجنیرۍ د اټکلونو له مخې، د دې ښوونځي جوړولو لپاره ۵۷۰ زره افغانیو ته اړتیا ده، چې د خلکو لخوا به ورکړل شي.
د پوهنې مسئولینو څرګنده کړه چې د یادې ودانۍ جوړولو چارې به له نږدې وڅارل شي.
د پوهنې وزارت د پوهنې په برخه کې د خلکو له ونډې، په ځانګړې توګه د نورستان ولایت د واما ولسوالۍ اوسېدونکو څخه مننه کوي.
