د کابل ښار پوهنې ریاست د ښوونکو مسلکي وړتیاوو لوړولو په موخه سیمینار جوړ کړ
د کابل ښار پوهنې ریاست د ۱۶ ولسوالیو د ساینس او ریاضياتو ۲۰۰ تنو ښوونکو لپاره ۶ ورځنی علمي او مېتودولوژیکي سیمینار پیل کړ.
د یاد پروګرام د پرانیستې په مراسمو کې، د پوهنې چارواکو د معاصرو تدریسي تجربو اهمیت او ارزښت په اړه خبرې وکړې او له ګډونوالو یې وغوښتل چې له سیمینار څخه اعظمي ګټه پورته کړي.
د یادونې وړ ده چې، د کابل ښار پوهنې ریاست د پلان پر اساس به دغه سیمینار د ساینس او ریاضياتو ښوونکو لپاره ۶ ورځې او د نورو برخو ښوونکو لپاره ۸ ورځې دوام وکړي.
