غزني کې د یولومړنې ښوونځي د جوړېډو چارې پیل شوې
د غزني ولايت د مرکز اړوند د حضرت ابو الفضل لومړني ښوونځي د ودانۍ بنسټ ډبره د یو لړ مراسمو په ترڅ کې کېښودل شوه. په دغو مراسمو کې د غزنی د پوهنې ریاست مسوولینو، قومي مشرانو، ښوونکو او زده کوونکو ګډون کړي وو.
د غزنی د پوهنې ریاست مسوولین وايي، چې د یادي ښوونځي ودانۍ په پاخه او اساسي ډول د ولسي تړون د برنامي له لوري د ځه دپاسه اته میلیونو افغانيو په ارزښت جوړیږي، چي دولس درسي ټولګي، دوي اداری خونې، احاطوي دېوال، عصري تشنابونه، د اوبو رسونې سیستم او نورې اړوندې اسانتیاوې به ولري.
د غزنی د نوآباد قومي مشرانو د ښوونځي د نوې ودانۍ د جوړېدو چارو له پیل څخه خوښي وښوده او د دوی اولادونو ته د زده کړو د خوندي درسي چاپېریال د برابرولو له امله یې له پوهنې ریاست څخه مننه وکړه.
