په لوګر ولایت کې د یو مېلیون افغانیو په لګښت د یوې دیني مدرسې نوې ودانۍ پرانیستل شوه
د لوګر ولایت چرخ ولسوالۍ اړوند په ابجوش کلي کې د شمس العلوم دیني مدرسې رغنیزې چارې، د یو مېلیون افغانیو په لګښت د ځایي خلکو په مالي ملاتړ سره بشپړې او د پوهنې چارواکو په حضور کې ګتې اخیستنې وسپارل شوه.
دغه مدرسه په یو جرېب ځمکه کې جوړه شوې او پنځه درسي خونې له ټولو اړینو اسانتیاوو سره لري.
