د پوهنې وزارت د مقام دفتر لوی رئیس، د سرپل ولایت دیني مدارسو ازموینې پروسه وڅارله

media-moe
Tue, Dec 30 2025 3:05 PM
یبلطبزل

د پوهنې وزارت د مقام دفتر لوی رئیس محترم شیخ محمد طاووس طارق په رسمي سفر سرپل ولایت ته لاړ او هلته یې له پوهنې رئیس محترم مولوي محمدرحماني سره د لیدنې پرمهال، د دیني مدارسو د ثانويه او مافوق ثانويه ازموینو پروسې څخه څارنه وکړه.
د سرپل ولایت پوهنې رئیس د پوهنې وزارت د مقام دفتر لوی رئیس او ورسره مل پلاوي ته د ښه راغلاست ترڅنګ، د ازموینو ترسره کولو پروسې، د ازموینو مرکزونو، د ګډون‌والو شمېر او د پوهنې ریاست لخوا د چمتووالي په اړه اړین معلومات وړاندې کړل.
ورپسې د پوهنې وزارت د مقام دفتر لوی رئیس د ازموینو مرکزونو څخه لیدنه وکړه او په خپله وینا کې یې وویل: له پلان سره سم د ازموینو اصول او مقررات په کلکه مراعات کېږي او د ازموینو په مرکزونو کې موجود نظم د ستاینې وړ دی.

Latest news

Mon, Dec 29 2025 2:48 PM
Background image

The Honorable Minister of Education Arrives in Logar Province to Oversee the Examination Process of Religious Schools

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education, traveled to Logar Province on an official visit. During a meeting with the Honorable Alhaj Abdul Rahman Hamidi,. . .

Thu, Dec 04 2025 10:06 AM
Background image

Supervision of the Honorable Minister of Education over the Standardized Examinations in 10thDistrict of Kabul City

The Honorable َAlhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education, visited Amani High School in Kabul City to oversee the administration of standardized examinations for students of. . .

BACK TO NEWS