کندهار ولایت کې د ښوونځي نوې ودانۍ ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه
د کندهار ولایت پنجوایي ولسوالۍ د ناخوني په سیمه کې د امام صاحب ښوونځي نوې ودانۍ د پوهنې چارواکو لخوا افتتاح او د زدهکوونکو پر مخ پرانیستل شوه.
د چارواکو په وینا، د یاد ښوونځي په جوړولو ټولټال ۷ مېلیونه ۶۱۸ زره ۵۲۴ افغانۍ لګول شوې، چې د پوهنې یوې ملاتړې ادارې لخوا ورکړل شوې دي.
د ښوونځي دغه ودانۍ ۶ درسي خونې، د لمریزې برېښنا سیسټم، پاکو اوبو سره سمبال یو حلقه څاه او ټولې ښوونیزې اسانتیاوې لري.
