په غزني ولایت کې د ۴۰۰ تنو څخه ډېر زدهکوونکي له خوندي تعلیمي چاپېریال څخه برخمن شول
د غزني ولایت ناور ولسوالۍ اړوند په چهارقلعه سیمه کې د «شهید محمد حسن» ښوونځي ودانۍ د ولسي مرستو په مټ د ۲ مېلیونو افغانیو په لګښت جوړه او د پوهنې مسئولینو لخوا رسماً پرانیستل شوه.
په هغو مراسمو کې چې په همدې مناسبت جوړ شوي وو، د ناور ولسوالۍ پوهنې مسئولینو، سیمهییزو مشرانو، ښوونکو او ګڼ شمېر اوسېدونکو ګډون درلود.
یاده ودانۍ ۸ درسي ټولګي، یوه اداري خونه، کتابتون او د څښاک پاکو اوبو منظم سیسټم لري، چې په پایله کې یې له ۴۰۰ څخه زیاتو زدهکوونکو ته د زدهکړې لپاره خوندي او مناسب چاپېریال برابر شو.
