په کابل ښار کې له درې بابه ښوونځیو سره د تخنیکي، اداري او درسي موادو مرسته وشوه

د پوهنې مینه والو، د کابل ښار په پنځمه ناحیه کې د محمد اسماعیل حسنزي، درخانۍ او استاد قایم خان ښوونځیو سره د ۸۱۷۰۰ افغانیو په لګښت اداري او درسي مواد چمتو کړل.
په دې مرسته کې د محمد اسماعیل حسنزي عالي لېسې د لمریزې برېښنا سیسټم فعالول، یو پایه کمپیوټر سره له پرنټر، یو سېټ کوچ، اداري مېزونه، د استاد قایم خان لومړني ښوونځي د ټولګیو لپاره ۱۷ سپینې تختې او د درخانۍ ښځینهوو ښوونځي لپاره د کمپیوټر او نورو اړینو تجهیزاتو پېرودل شامل دي.