رسنیزبلنلیک
د پوهنې وزارت په پام کې لري، چې د یاد وزارت د ښوونکو د روزنې او مسلکي پراختیا علمي غړو د ۷۱۸ خالي بستونو ډکولو لپاره د چارواکو او د ازموینې کمېټې په حضور کې ډله ییزه رقابتي ازموینه ترسره کړي.
وخت: د ۱۴۴۷/۴/۱۹ (۱۴۰۴/۷/۲۰)نېته، یکشنبې ورځ، د سهار ۸:۳۰ بجې؛
پته: کارته چهار، د لوړو زده کړو وزارت ته مخامخ، د ښوونکو د روزنې او مسلکي پراختیا ریاست؛
ستاسو، د رسنیو له محترمو خبریالانو څخه په درنښت هیله کېږي، تر څو د دغې مهمې سیالۍ په خبري پوښښ کې له موږ سره همکاري وکړئ.
د پوهنې وزارت
د نشراتو او عامه اړیکو ریاست
