پکتیکا ولایت د مدارسو له ط.لابو سره څه د پاسه یو مېلیون افغانۍ مرسته وشوه
یوې خیریه ادارې د پکتیکا ولایت د سلمان فارسي "رضی الله عنه" دارالایتام، مرکزي مدارسو، جاني خېلو او ارګون ولسوالیو زده کوونکو سره ۱ مېلیون اویا زره افغانۍ مرسته کړې ده.
د یاد ولایت پوهنې رئیس محترم مولوي عبدالوکیل خالد وویل چې دا ډول مرستې د زده کړې پروسې او د زده کوونکو د ژوند شرایطو ښه کولو کې بنسټیز اهمیت لري.
د دې مرستو په چوکاټ کې:
- د ۳۰۰ تنه زده کوونکو لپاره بشپړې جامې او له دوی څخه ۲۲۰ تنو ته د ۱۰۰۰ افغانیو نغدي مرسته ورکړل شوه.
۲۲۰ تنو نورو ته د خوراکي توکو کڅوړې ووېشل شوې.
