د بدخشان ولایت تشکان ولسوالۍ پوهنې آمریت نوې ودانۍ ورغول شوه
د بدخشان ولایت تشکان ولسوالۍ پوهنې آمریت نوې ودانۍ جوړه او د پوهنې مسئولینو په حضور کې افتتاح او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
دغه ودانۍ د یو مېلیون او ۱۱۹ زره افغاینو په لګښت جوړ شوې، کوم چې ۴ ادارې خونې لري.
د همدغې ولسوالۍ پوهنې آمریت چارواکو له علم پروره خلکو وغوښتل چې د پوهنې وزارت له تعلیمي پروګرامونو سره خپله همکاري دوامداره او جاري وساتي.
