په فاریاب ولایت کې له ۱۰۰ څخه ډېر د سواد زدهکړې کورسونو جوړ شوي

د فاریاب ولایت پوهنې ریاست د معلوماتو له مخې، د ۱۴۰۴ لمریز کال په اوږدو کې په یاد ولایت کې ۹ بابه د سواد زدهکړې کورسونه فعال شوي، چې ۱۰۸ تنه کوچیان او بندیان پکې زدهکړې کوي.
همدارنګه، د عامه پوهاوي لپاره ۱۵۰۰ ټوکه بروشرونه وېشل شوي او له ۶۰ څخه زیات د همغږۍ ناستې له دیني علماءکرامو او استادانو سره ترسره شوې دي.
د پوهنې چارواکي وایي، دغه فعالیتونه د سواد پراختیا په برخه کې مهم ګامونه ګڼل کېږي او هڅه کوي چې ورته پروګرامونه د همدغه ولایت په نورو سیمو کې هم پراخ کړي، ترڅو د بې سوادۍ کچه راټیټه شي.