د داوطلبۍ اعلان

د پوهنې وزارت ټولو د شرایطو وړ داوطلبانو ته بلنه ورکوي چې د ۱۴۰۴ مالي کال لپاره د یاد وزارت د نتایجو او شهادتنامو ریاست لپاره د ۱۶ قلمه د ټکنالوژي وسایلو د چمتو کولو او پېرلو په موخه، د داوطلبۍ په پروسه کې برخه واخلي او د تدارکاتو د قانون او کړنلارې له مخې دې د اړوندې شرطپاڼې کاپي په حافظه یا فلش ډرایو کې ترلاسه کړي او خپل وړاندیزونه دې د اعلان د خپرېدو نېټې څخه د چهارشنبې ورځ، ۸/ زمری/۱۴۰۴ لمریز کال د سهار تر ۱۰:۰۰ بجو پورې د پوهنې وزارت د تدارکاتو ریاست ته چې په ده افغان، محمد جان خان واټ کې موقعیت لري، په تړلي بڼه وسپاري.
د داوطلبۍ تضمین د بانکي تضمین یا نغدو پیسو په بڼه د ۴۴۰۰۰۰ (څلورسوه څلوېښت زره افغانۍ) په اندازه دی او د داوطلبۍ پرانیستغونډه به د چهارشنبې ورځ، ۸/اسد/۱۴۰۴ سهار ۱۰:۰۰ بجې د پوهنې وزارت د تدارکاتو ریاست د داوطلبۍ پرانیستنې په سالون کې ترسره شي.