له مرکز او ولایتونو څخه د ځینو خبرونو لنډیز

هلمند
د پوهنې وزارت خدماتو رئیس محترم استاد حبیب الله خالد په مشرۍ یو پلاوی هلمند ولایت ته رسېدلی او ټاکل شوې ده چې د خپل سفر اساسي موخې د یاد ولایت پوهنې رهبرۍ سره شریکې کړي.
کابل ښار پوهنې ریاست
د کابل ښار پوهنې ریاست د استهلاک شویو تجهیزاتو لکه غیر فعال مېزونو - څوکیو ترمیم او بیارغونې په موخه، مسلکي سیمینار پرانیست.
غزني
د غزني ولایت مالستان ولسوالۍ اوسېدونکو د یادې ولسوالۍ میر ادینه لېسې سره د ۱۷۲ زره۶۶۷ افغانیو په لګښت د لمریزې برېښنا سیسټم او ۱۲ پایې کمپیوټرونو مرسته وکړه.
د یو بل خبر له مخې
د همدې ولسوالۍ اوسېدونکو د امام سجاد منځني ښوونځي سره د ۳۷زره افغانیو په لګښت ۴ تختې خېمې، یوه اداري څوکۍ او یو شمېر د لیکلو وسایلو مرسته کړې.
بلخ
د بلخ ولایت مرکز مزار شریف ښار اوسېدونکي او علم پروره شخصیت حاجي روح الله، د مزار شریف ښار (۱) نمبر لېسې ته د ۱۰۰ زره افغانیو په لګښت د ۱۰ زره لیټره اوبو ذخیره کولو ټانکر مرسته وکړه.