د افغانستان .ا.ا. د محترم عالي مقام ۱۷ مې ګڼې فرمان له مخې، پوهنې وزارت رئیسانو لپاره د احصایوي اسنادو دقت په اړه سیمینار ترسره شو

media-moe
Mon, Jun 02 2025 10:04 AM
25

د ټولنې د ناجایزه دودونو مخنیوي په اړه سیمینار، چې د افغانستان.ا.ا. عالي مقام په فرمانونو کې روښانه شوی، د پوهنې وزارت د مرکزي څانګو رئیسانو او تخنیکي کارکوونکو لپاره د پوهنې وزارت د ښوونې او روزنې د معین او کفیل محترم الحاج مولوي سخا‌ءالله سعید، د کیفیت تضمین معین محترم الحاج مولوي عبدالخالق صادق، د مقام د دفتر لوی رئیس محترم الحاج مولوي شهاب الدین ثاقب، د یاد وزارت مرکزي څانګو رئیسانو او مسئولینو په حضور کې ترسره شو.
یاد سیمینار د پوهنې وزارت د نشراتو او عامه اړیکو د رئیس مفتي حبیب الله «قتاده نوري» لخوا د قرآن کریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شو؛ ورپسې د پوهنې وزارت د کیفیت تضمین معین الحاج مولوي عبدالخالق صادق، په ټولنه کې د ځینو ناجایزه دودونو، لکه؛ په ودونو او ماتم غونډو کې د زیاتو لګښتونو او د حج - عمرې د فریضې مراسمو او نورو برخو کې د حاجیانو د راستنېدو په اړه د افغانستان.ا.ا. د محترم عالي مقام د فرمان په اړه د سیمینار ګډون‌والو ته مفصل او هر اړخیز معلومات ارایه کړل.
دغه راز نوموړي د ټولنې واقعیتونو ته په پام سره روښانه کړه: دا ډول نامناسب او ناجایزه دودونه د اسلامي ارزښتونو او زموږ د ملي کلتور سره په ټکر کې دي؛ نو څنګه موږ کولی شو دغه ډول اعمال د اصلاح، عقل او اېمان له طریقه له ټولنې څخه لرې کړو؟
د کیفیت تضمین معین زیاته کړه: د دغه سیمینار له تنظیمولو موخه یوازې د فرمانونو تشرېح کول نه دي، بلکې موږ باید داسې ټولنه جوړه کړو، ترڅو دودونه او رواجونه پکې د اسلامي قانون په رڼا کې ځای ولري.
ورپسې د یاد فرمان لارښود د پوهنې وزارت د ستر سلاکار محترم مولوي عزیز احمد ریان لخوا ګډون والو ته ولوستل شوه.
په ورته مهال، د سیمینار په بله برخه کې د پوهنې وزارت د احصایوي معلوماتو د کیفیت او دقت په اړه معلوماتي او مسلکي موضوعات د وزارت د احصایې او معلوماتو څانګې چارواکو لخوا وړاندې شول.
په یاد سیمینار کې، د پوهنې وزارت د احصایې او معلوماتو رئیس محترم مولوي بسم الله نعماني د سیمینار د موخو په اړه معلومات ارایه او ورپسې د همدغې ادارې تخنیکي کارکوونکو ګډون‌والو ته معلوماتي پرېزنټېشن وړاندې کړ.
غونډه د پوهنې وزارت د مقام د دفتر لوی رئیس محترم الحاج مولوي شهاب الدین ثاقب لخوا په مبارکې دعائیې سره پای ته ورسېده.

Latest news

Tue, Jan 13 2026 12:42 PM
Background image

The Honorable Minister of Education Praised and Encouraged a Talented Student from Herat Province

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the country, praised and showed special care to Mohammad Amiri, one of the talented students of the schools of. . .

Sun, Jan 11 2026 2:06 PM
Background image

Opening of a School at a Cost of Nearly 18 Million Afghanis by the Minister of Education in Kunar Province

Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, the Minister of Education of the country, during his visit to Kunar Province, inaugurated a primary school in the Barsagi area of Asadabad City,. . .

Wed, Dec 31 2025 2:51 PM
Background image

The Honorable Minister of Education arrived in Kapisa Province with the aim of supervising the examination process of religious schools.

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education, paid an official visit to Kapisa Province. During a meeting with the Honorable Alhaj Mawlawi Mohammad Farid Haqqani,. . .

BACK TO NEWS