د پکتیا ولایت د تعلیمي مرکزونو ۸۰۰ تنو زدهکوونکو ته مېزونه او څوکۍ وېشل کېږي

د پوهنې وزارت د ځانګړې طرحې سره سم، په پلان کې ده، چې د زدهکوونکو لپاره د لازیاتو تعلیمي آسانتیاوو برابرولو په موخه، د پکتیا ولایت ځینو ښوونیزو ادارو کې ۸۰۰ تنو زدهکوونکو ته د مېزونو او څوکیو وېش لړۍ پیل شي.
یاد مېزونه او څوکۍ به د همدغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې ښوونځیو ته د هغو د اړتیاوو سره سمې ووېشل شي، ترڅو د ښوونکو او زدهکوونکو ضرورتونه پرې پوره شي.