پکتیکا ولایت کې د ۲۰۰ زره افغانیو په لګښت د ۴ بابه درسي خونو جوړولو چارې پیل شوې
د پکتیکا ولایت بکخیل ولسوالۍ اړوند د بي بي آمنه لېسې لپاره د ۴ درسي خونو رغنیزې چارې، د سیمه ییزو خلکو په مالي مرسته د ۲۰۰ زره افغانیو څخه په زیات لګښت، د یاد ولایت پوهنې مسئولینو په حضور کې پیل شوې.
د یادونې وړ ده، چې د دغو درسي خونو جوړولو سره به د هغو زدهکوونکو لپاره مناسب تعلیمي چاپېریال رامنځته شي، کوم چې په آزاده فضا کې په خېمو کې زدهکړې کوي.
د پوهنې وزارت مشرتابه، د پکتیکا ولایت علم پروره خلکو له ملاتړ او مرستې مننه کوي.
