د فاریاب ولایت د پوهنې نوی رئیس معرفي شو

د پوهنې وزارت د سرپرست الحاج مولوي حبیب الله آغا له لوري، الحاج مولوي حمیدالله ارشاد د فاریاب ولایت د پوهنې نوي رئیس په توګه معرفي شو.
په یادو مراسمو کې د فاریاب ولایت پوهنې مسئولینو، د علماوو شورا غړو او د پوهنې ریاست مهمو چارواکو برخه درلوده.
په پیل کې د پوهنې وزارت سرپرست د یاد ولایت د پوهنې نوي رئیس ته د مبارکۍ ترڅنګ، د پخواني رئیس له شویو خدمتونو او اغېزناکو کړنو ستاینه وکړه او نوي رئیس ته یې د صادقانه خدمت او د پوهنې لاپرمختګ په برخه کې د بریالیتوب دعاء وکړه.
په ورته مهال د فاریاب ولایت د پوهنې نوي رئیس، د افغانستان.ا.ا. له مشرتابه په ځانګړې توګه د پوهنې وزارت د رهبرۍ له باور څخه د مننې سربېره ژمنه وکړه، چې د ټول توان او د خپلو تجربو څخه په استفادې سره به د تعلیمي نظام لاپراختیا په برخه کې خپلې هڅې لاپسې زیاتې کړي.