د لوګر ولایت ښوونځیو لپاره د ۴ مېلیونه افغانیو څخه په زیات لګښت ۸۰۰ پایې مېزونه او څوکۍ وپېرودل شوې
د پوهنې له بودیجې څخه، د لوګر ولایت ښوونځیو لپاره د درې کسیزې مېزونو او څوکیو ۸۰۰ سېټونه، د ۴مېلیونه ۲۰۰ زره افغانیو په لګښت وپېرودل شول او له پلان سره سم به پر هغو ښوونځیو ووېشل شي، چې د مېزونو او څوکیو له کمښت سره مخ دي.
د لوګر ولایت پوهنې ریاست مسئولینو په وینا، د نوي ښوونیز کال څخه مخکې به د یادو وسایلو وېش پیل کړي، چې په دې سره به په تعلیمي مرکزونو کې د مېزونو او څوکیو د نشتوالي له امله د ۲۴۰۰ تنو څخه زیاتو زده کونکو ستونزې حل شي.
