د ولایتونو له پوهنې ډګره څو لنډ خبرونه
- پکتیکا:
د پکتیکا ولایت زرغون ښار ولسوالۍ د ښوونځیو ۱۱۰ تنو زده کوونکو ته د دیني علومو، ساینسي مضمونونو او انګلیسي ژبې ۳ میاشتني ژمني کورسونه جوړ شول.
د یو بل خبر له مخې:
د ياد ولايت سر روضې ولسوالۍ اړوند د ښوونځيو يو شمېر آمرینو او مديرانو ته «د ښو پايلو ترلاسه کولو» تر سرليک لاندې ۲ ورځنى سیمینار جوړ شو.
- لوګر:
د لوګر ولایت په ازرې ولسوالۍ کې د ۲۰۰ تنو یتیمو او بې سرپرسته زده کوونکو لپاره وړیا ژمني کورسونه پیل شول.
