د راتلونکي ۱۴۰۴ لمریز کال د وړاندیز شوې بودیجې طرحه د پوهنې وزارت مشرتابه ته وړاندې شوه
د راتلونکي ۱۴۰۴ لمریز کال لپاره د وړاندیز شوې بودیجې د طرحې په تړاو د پوهنې وزارت مشورتي غونډه، د یاد وزارت د تشکيلاتي جوړښت، په راتلونکي کال کې د اداري او تدريسي تخنيکي توکو پېرودلو، د لیلیه مدارسو د لګښتونو، د اداري او تحصیلي بنسټونو د ترمیماتي پروژو د تطبیق او نورو احتمالي لګښتونو په اړه جوړه شوه.
په یاده لویه غونډه کې د پوهنې وزارت د معینانو سربېره، د مرکزي ادارو یو شمیر رئیسانو، د وزارت مقام سترو سلاکارانو او د مالي چارو کارپوهانو هم برخه اخیستې وه.
په غونډه کې د راتلونکي ښوونیز کال د بودیجې پر محوریت د بحث تر څنګ، د تېر کال د بودیجې د تطبیق پر څرنګوالي، لګښتونو، ننګونو او پیاوړتیا پر ټکو هم خبرې او نظرونه تبادله شول.
د مسئولینو په ویناء، په پلان کې ده چې د ۱۴۰۴ لمریز کال لپاره د وړاندیز شوې بودیجې دغه طرحه د یو رسمي مکتوب پر بنسټ (له ټولو تخنیکي او مسلکي دلایلو سره سمه) د تایید لپاره مالیې وزارت ته واستول شي.
په پای کې د پوهنې وزارت د ښوونې او روزنې معین الحاج مولوي سخاءالله سعید د وړاندیز شوې بودیجې د طرحې جوړولو مشترکې کمېټې له غړو او کارپوهانو څخه مننه وکړه او په یاده برخه کې یې د هغوی کړنې وستایلې.
