په غزني ولایت کې د یوه ښوونځي نوې ودانۍ پرانیستل شوه
د غزني ولایت پوهنې رئیس الحاج مولوي نصیر احمد حسیني او ورسره مل پلاوي، د یاد ولایت مالستان ولسوالۍ ته د یوه رسمي سفر په ترڅ کې، د دې ولسوالۍ د چهارشنبي د کلي د لومړني ښوونځي نوې ودانۍ پرانیسته.
ياده ودانۍ د درۍ نيم میليونو افغانيو په لګښت د مالستان ولسوالۍ د خلكو په مالي مرسته جوړه او د پرانېستنې په مراسمو کې یې د پوهنې پر مشرتابه سربېره، د يادې ولسوالۍ علماوو، ملکي او نظامي مسئولينو او د سيمې خلکو هم برخه اخيستې وه.
په ورته مهال، د غزني ولايت پوهنې رئیس او نورو ويناوالو وويل، چې د هېواد د پرمختګ او د خلکو د سوکالۍ يوازینۍ لار د پوهنې په پرمختګ کې ده او له خپلو هېوادوالو يې وغوښتل تر څو د هېواد د پوهنې له نظام څخه خپل ملاتړ ته دوام ورکړي.
