له ولایتونو څخه د پوهنې خبرونه
کندهار
د کندهار ولايت د شاوليکوټ ولسوالي د پوهنې آمر حاجي محمود د دې آمریت له کارکوونکو سره کاري ناسته وکړه.
نوموړي د دې آمریت د برنامو د عملي کولو او ځینو ستونزو په باب خبرې وکړې او له هغوی څخه یې وغوښتل، چې د ښوونې او روزنې په برخه کې شپه او ورځ کار وکړي.
ارزګان
په ارزګان ولایت کې د NRC مؤسسې سیمه ییز دفتر د دغه ولایت د پوهنې ریاست په مرسته د دې مؤسسې د ۸ تنو ټولنیزو کارکوونکو د استخدام په موخه د ازادې سیالۍ په ترڅ کې له ۱۵۸ تنو څخه ازموینه واخیسته.
بلخ
په مزارشريف ښار کې د ۲۷ ښوونځيو د ښوونکو د ظرفيت لوړونې مېتودیک سيمينار د بلخ ولايت د پوهنې رياست د ښوونکو د مسلکي ودې آمریت د روزونکو له خوا د شهید محمد صادق په لېسه کې جوړ شو.
د بلخ ولايت د چهاربولک ولسوالي د پوهنې آمر وايي: د يادې ولسوالي د لسو ښوونځيو لپاره مرسته شوې قرطاسیه د اداري پلاوي په حضور کې وسپارل شوه او په پام کې ده چې له هغې لارې زده کوونکو ته د لاسرسي وړ وګرځي.
د بلخ ولايت د پوهنې رياست د مسئولينو د څرګندونو له مخې: د دغه ولايت په مرکز او ولسواليو کې د يو شمېر ښوونځيو پر زده کوونکو درسي کتابونه،قرطاسیه او ښوونيزې بستې وېشل شوي دي.
