د لوګر د دادوخيلو په لېسه کې زده کوونکو ته وړيا ژمني کورسونه جوړ شوي
د لوګر د مرکز پل علم اړوند د دادوخيلو د هلکانو لېسې زده کوونکو ته د بيلا بيلو مضمونونو د زده کړې وړيا ژمني کورسونه جوړ شوي دي.
دا کورسونه د پوهنې رياست د مقام د لارښوونې له مخې، د ياد کلي يو شمېر ديني عالمانو او د پوهنتونونو زده کړه يالانو په خپل نوښت شاوخوا يوه نيمه مياشت مخکې جوړ کړي، چې د نوي ښوونيز کال تر پيله به دوام ومومي.
په نوموړو جوړ شوېو کورسونو کې تر اوسه شاوخوا ۱۶۰ زده کوونکو برخه اخيستې ده،چې د ۱، ۲، ۳ او ۴ ټولګيو زده کوونکي دي.
په دغو کورسونو کې زده کوونکو ته د ديني زده کړو تر څنګ د هر ټولګي درسي کتابونه تدريس کېږي، څو د هغوى علمي سويه لوړه او د نوي ښوونيز کال لپاره ښه وروزل شي.
د لوګر د پوهنې رئيس ښاغلى مولوي جنت ګل عزيز د يادو کورسونو په جوړولو خوښي څرګندوي او دا کار د زده کوونکو د استعدادونو د لوړولو لپاره ډېر ارزښتمن بولي.
د پوهنې رئيس له ټولو زده کوونکو څخه غوښتنه کوي، چې ښه درسونه ووايي،خپلې علمي سويې لوړې کړي او د راتلونکي ښوونيز کال لپاره ښه چمتو والى ونيسي.
د ياد ښوونځي زده کوونکي، د پوهنې رئيس او د خپل کلي د ديني عالمانو او د پوهنتونونو زده کړه يالانو دا کار ستايي او وايي، چې دغو کورسونو زموږ د پوهې د کچې په لوړولو کې ډېر مثبت اغيز کړى دى
له بل لوري د نوموړي جوړ شوي کورس ښوونکي، د خپلو زده کوونکو د استعدادونو ستاينه کوي او زياتوي،چې دوى د خپل کلي د ماشومانو د علمي سويې د لوړولو لپاره دا هڅې پيل کړي دي.
د دادوخيلو د هلکانو لېسه د دادوخيلو په سيمه کې فعاليت لري، ۱۸ کاله مخکې د زده کوونکو پر مخ پرانيستل شوې ده او اوس شاوخوا ۸۵۰ زده کوونکي لري.
