د زابل پوهنې ریاست کارکوونکو ته د ظرفیت لوړونې ورکشاپ پیل شو
پوهنې وزارت_زابل: د زابل ولایت د پوهنې ریاست کارکوونکو او د یو زیات شمېر ښوونځیو د مسولینو، او د نظارت غړو لپاره د احصائې فورمو د ډوکولو خانه پوري د پوهاوي لپاره دظرفیت لوړونې دوه ورځنۍ ورکشاپ جوړ شو.
د زابل د پوهنې رییس محترم نصرالله زاهد د ورکشاپ له ګډونوالو څخه وغوښتل ترڅو ددې ګټور پروګرام له لارې کاپي مالومات ترلاسه کړي او د خپلو ښوونځیو د سمې او دقیقې احصائې په مالومول کې ترې کار واخلي.
ددې پروګرام په ترڅ کې به ګډونوالو ته وښودل شي چې د احصائې نوې فورمې څنګه ډکې کړي او د خپل پروسونل ترڅنګ څنګه وکولای شي چې د زده کوونکو کره شمېره هم ورته ورسوي.
د زابل د پوهنې ریاست د روان کال له پیله د خپلو ښوونکو او کارکوونکو د ظرفیت لوړولو لپاره ځانګړي روزنیز ورکشاپونه په لاره اچولي، چې تر اوسه زیات شمیر ښوونکي او کارکوونکي د ظرفیت لوړونې په برخه کې روزل شوي دي.
