پوهنې وزیر ډاکتر بلخي له هغه زده کونکي سره چې د خطاطی استاد ده ولیدل
پوهنې وزارت- کابل: د پوهنې وزیر ډاکتر محمدمیرویس بلخي د نهم ټولګي له هغه زده کوونکي سره چي د خطاطی استاد ده ولیدل او پوهنې وزارت آرش سره د همکاري وعده ورکړه.
دا لیدنه چې نن د چنګاښ ۲۹ مه پوهنې وزارت کې تر سره شوه ډاکتر بلخي د یاد زده کوونکي خطاطی آثارو څخه لیدنه وکړه هغه يې ارزښتناکه یاد کړل او د هغه هنري کړنو د دوام او پراختیا غوښتونکی شو.
پوهنې وزیر د آرش پلار او مور او د هغه خور یلدا څخه چې د مینیاتوري په برخه کې کار کوي ستاینه وکړه او د یادو ماشومانو د وړتیا ودي پراخولو لپاره يې د ښه چاپیریال په برابرولو ټینګار وکړ.
د یادونې وړ ده چې آرش د خطاطی استاد د پوهاند عبدالاحمد جاوید عالي لیسې د نهم ټولګي زده کونکي دي .
