په کندهار کې د ښځينه زده کوونکو لپاره افغان – ترک ښوونځۍ پرانيستل شوه

media-moe
Mon, Jun 24 2019 12:34 PM
په کندهار کې د ښځينه زده کوونکو لپاره افغان – ترک ښوونځۍ پرانيستل شوه

د کندهار د مرکز اړوند د عینو مینې په ښار ګوتي کې د ښځينه زده کوونکو لپاره د ترکیې هیواد لخوا افغان – ترک ښوونځۍ په داسي حال کې چې د کندهار والي حيات الله حيات، د ترکيې هيواد سفير ( اوغوزان ارتوګرول ) او ورسره راغلي پلاوي، د سولي او منازعاتو د حل د مرکز مشر حکمت خليل کرزي ، د پوهني ریس عبدالقادر پیوستون ، د يو شمېر دولتي ادارو مسؤلينو، ملي سوداګرو، ځوانانو او د زده کوونکو د والدينو د کمېټې غړو ګډون درلود، د پتې په پریکولو سره رسمآ پرانیستل شوه .
په همدې تړاو جوړه شوې غونډه کې ، دکندهار والي د دغه ښوونځۍ په پرانيستلو سره د کندهار ټول ولس ته مبارکي وويل او ترڅنګ يې د ترکيې هيواد د پوهني له مسؤلينو څخه مننه وکړه ، چي په کندهار کي يې د هلکانو ترڅنګ د ښځينه وو لپاره هم د معياري زده کړي زمينه برابره کړې.
دغه راز په مراسمو کي د ياد هيواد سفير ( اوغوزان ارتوګرول ) هم د خپلو خبرو پرمهال ډاډ وښود، چي لا به هم د افغان بچيانو په تعليمي برخه کي هڅه کوي ترڅو هغوئ ته لازمي اسانتياوي رامنځته کړي.
نوموړي زياته کړه، چي په راتلونکي کي به په کندهار کي د کانکور د امادګيو لپاره هم زمينه برابره کړي، څو کندهاري زده کوونکي په لوړو نمرو سره د خپلو خوښو پوهنځيو ته لاري ومومي.

Latest news

Tue, Oct 06 2026 1:56 PM
Background image

Achievements of the Ministry of Education in the Construction and Rehabilitation of Educational Centers

New Buildings Constructed for 1,368 Schools and Madrasas, With 4,160 Others Renovated Over Five Years

Over the past five years, new buildings have been constructed for 1,368 schools. . .

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

BACK TO NEWS