مطبوعاتي بلنلیک
ټاکل شوې ده، چې د پوهنې وزارت محترم مشرتابه، مېلمنو، یو شمېر استاذانو او زدهکوونکو په حضور کې د ملک د بېلابېلو ښوونيزو ادارو د زدهکوونکو د ساینس او ریاضیاتو سیالیو پایغونډې مراسم جوړ شي.
وخت: د چهارشنبې ورځ، د ۱۴۴۸ هجري قمري کال د جماديالثاني میاشتې ۷مه، چې د ۱۴۰۵ لمریز کال د لړم/ عقرب میاشتې له ۲۷مې نېټې سره سمون لري، د سهار ۹:۰۰ بجې;
ځای: د غزني سراى ته څېرمه، د سید جمالالدین افغان دارالمعلمین انګړ کې، د پوهنې وزارت د ساینس او ښوونيزې ټکنالوژۍ مرکز ریاست تالار;
د رسنیو له محترمو خبریالانو څخه په ډېر درنښت هیله کېږي، چې د يادې علمي غونډې په خبري پوښښ کې له مونږ سره همکاري وکړي.
د پوهنې وزارت
د نشراتو او عامه اړیکو ریاست
