په سرپل کې د يوې مدرسې نوې ودانۍ پرانیستل شوه
د سرپل ولایت البدر ولسوالۍ اړوند د فرقانیې مدرسې نوې ودانۍ، چې د سیمې د اوسېدونکو په ۶۰۰ زره افغانیو مالي ملاتړ جوړه شوې، د یادې ولسوالۍ د پوهنې مسوولینو په حضور کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
یاده ودانۍ پنځه درسي خونې، درې دهلېزونه او څلور تشنابونه لري، چې په جوړېدو سره یې لسګونو طلابو ته د زدهکړو مناسب چاپېریال برابر شوی دی.
