په لوګر کې یوه ښوونځي ته ۱۵۰ پایې نوي مېزونه او څوکۍ ووېشل شوې
د پوهنې وزارت له لوري د لوګر ولایت په مرکز کې د کمالخېل لېسې ته د ۲۳۷ زره افغانیو په ارزښت ۱۵۰ پایې مېزونه او څوکۍ ووېشل شوې.
یاد مېزونه او څوکۍ په اوو درسي ټولګیو کې ځای پر ځای شوې، چې په دې سره د زدهکوونکو لپاره د درسي مېزونو او څوکیو د نشتوالي ستونزه په اساسي توګه هواره شوې ده.
