د کابل ولایت په دوو ولسوالیو کې د پوهنې لپاره د څه باندې ۳.۳ میلیونه افغانۍ په ارزښت پراختيايي فعالیتونه ترسره شول
د روان ۱۴۰۵ لمریز کال په لومړیو شپږو میاشتو کې، د کابل ولایت د خاکجبار او سروبي ولسوالیو په تعليمي بنسټونو کې د ښوونیز چاپېریال لاښه والي په موخه، د ۳ میلیونه، ۳۱۹ زره او ۵۰۰ افغانیو په لګښت بېلابېلې مرستې او پراختیايي فعالیتونه ترسره شوي دي.
په دغو فعالیتونو کې د احاطوي دېوالونو جوړول، د ښوونځیو د درسي ټولګیو ترمیم، د پاکو اوبو برابرول، د درسي موادو او قرطاسیې پېرودل او نور اړین فعالیتونه شامل دي.
یادې مرستې د خیریه بنسټونو، معارف دوسته اشخاصو، خصوصي سکټور او د ښوونځیو د ښوونیزو شوراګانو په همکارۍ برابرې شوې دي.
د پوهنې وزارت مشرتابه د علم پروره خلکو او خیریه بنسټونو له ملاتړ او همکاریو څخه مننه او قدرداني کوي.
