په بادغیس کې ښوونکو او زدهکوونکو ته ښوونیزې کڅوړې ووېشل شوې
د بادغیس ولایت په مرکز کې د ۳۴ ښوونځیو ښوونکو او زدهکوونکو ته د ښوونیز بهیر د پیاوړتیا او د زدهکړې او تدریس لپاره د لا ښو اسانتیاوو برابرولو په موخه، د یوه همکار بنسټ په مالي ملاتړ د ښوونیزو بستونو وېش لړۍ پیل شوه.
د یاد پروګرام په ترڅ کې، ۲۰۰ تنو ښوونکو او ۱۲ زره تنو زدهکوونکو ته ښوونیزې بستې ووېشل شوې.
